د افغان ټلیکام او سلام شرکتونو په انټرنیټ بییو کې (۳۰) سلنه کموالی

روهی( درې نۍ/۲۹ د سلواغې )، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر: په ځینو مخابراتي شبکو کې د ۳۰ سلنه د بیو د کموالي خبر ورکړ.
 
سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي، نن سه شنبه د روان کال سلواغې میاشتې ۲۹ نېټه، د افغان ټلیکام او سلام مخابراتي شرکت عمده او پرچون بیې اعلان کړې.

 هاشمي په دغه ناسته کې وویل: «اوس مهال انټرنیټ د افغان ولس تر ټولو ستره اړتیا حسابیږي او مونږ هڅه کوو، په دې برخه کې دوی ته لا ښه فرصتونه رامېنځته کړو.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د انټرنیټ په عمده بییو کې تر ۳۰ سلنه او سلام مخابراتي شرکت په پرچون انټرنیټ بییو کې تر ۲۰ سلنه کموالی راووست، چې په دې اساس له خصوصي مخابراتي شرکتونو هم هیله مند یو، څو په خپلو انټرنیټي بییو کې کموالی اعلان کړي.