څلور کلنې کاينات ژوند د کایناتو د رب په واک کې دی

روهی( درې نۍ/۲۹ د سلواغې )، افغان ماشومه چې ناروغي او پاکستان ته سفر يې د ډيرو رسنيو لخوا پوښښ ترلاسه کړ له څه مودې درملنې وروسته د ډاکټرانو لخوا ځواب شوه.

کاينات د مور او پلار يواځينۍ لور ده او افغانستان کې ورته ناروغي پيدا کېدو وروسته پاکستان ته درملنې لپاره د وړلو کوښښ وشو ولې په تورخم کې نوموړی کورنۍ ته اجازه ورنه کړای شوه ترڅو پاکستان ته داخل شي نو هماغه وه چې کورنۍ يې يو ناپيژندل شوي کس ته وسپارله ترڅو يې پاکستان کې درملنه وکړي.

کاينتات چې د پيښور رحمن روغتون کې يې درملنه روانه وه له څو ورځو درملنې وروسته نوموړې ته ډاکټرانو ځواب ورکړ.