پوهنې وزارت او نړیوال بانک په ښوونیزو بنسټونو کې په اصلاحاتو ناسته وکړه

روهي( درې نۍ/۲۹ د سلواغې )،  پوهنې وزارت او نړیوال بانک د پرلپسې تخنیکي غونډو د ترسره کولو وروسته، دا ځل په ښوونیزو بنسټونو کې د جنسي ځورونو د له مینځه وړلو او په ښوونځيو کې د مصئونیت په ډيروالي باندې خبرې اترې وکړې.

دا لیدنه چې د پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي، د پوهنې وزارت مشرتابه ټيم او په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هنري کرالي په شتون کې ترسره شوه، د فبروري میاشتي په لمړنیو روځو کې د جنسي ځورونو د له مینځه وړلو په موخه د پوهاوي ورکشاب د ترسره کولو په اړه څیړنه او خبرې اترې وکړې.

پوهنې وزیر په ښوونې او روزنې کې د دندو او جوړښتونو اصلاحاتو ملي سمپوزیم د ترسره کولو څخه یادونه وکړه او ویې ویل چې کار په نوي نصاب د یادو اصلاحاتو یو له مهمو برخو څخه دی چې په هغو کې د ماشومانو څخه د ملاتړ موضوع، په ښوونځيو او ښوونیزو مرکزونو کې زده کوونکو ته د پوهاوي ورکولو ته ځانګړې پاملرنه شوي او همدارنګه په ښوونیزو بنسټونو کې د تاوتریخوالي او ځورونو د منع پالیسي وړاندې کول مو په دې لاره کې له نورو کړنو څخه دي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هنری کرالي په دې لیدنه کې، په ښوونیزو مرکزونو او ښوونځيو کې د مصئونیت پیاوړتیا په موخه د پوهنې وزارت له جدی والي څخه خوښي وښوده او ټينګار یې وکړ چې په ښوونیز چاپیریال کې د جنسي ځورونې په برخه کې د پوهاوې ورکولو لپاره د پوهنې وزارت سره همکار دۍ.

د یادونې وړ ده چې پوهنې وزارت او نړیوال بانک په ښوونځیو کې د مصئونیت ډیروالي طرحې په اړه او همدارنګه د ښوونکو سلوک او چلند په مقررې باندې هم کار کوي.