د زیږون کنټرول ګولۍ او پر ميرمنو يې منفي اغېز 

د نړۍ په ډېری هېوادونو کې واده شوې نجونې د اولاد د نه پيدا کېدو په پار د زیږون کنټرول ګولۍ استعمالوي. د زیږون کنټرول ګولۍ په خپلې لومړنۍ موخې يانې د اولاد د پيدا کېدو په مخنيوي کې اغېز لرونکې دي، خو تر څنګ يې نورې ستونزې شتون لري چې جانبي عوارض يا side effect  ورته وايي. 

د JAMA Psychiatry يا جاما رواني ناروغيو انسټېټيوټ په دې وروستيو کې په دې برخه کې سروې تر سره کړې او دا يې موندلې ده، چې د زیږون کنټرول ګولۍ لامل کيږي ترڅو ميرمنې او واده شوې نجونې په اندېښنو يا Depression  اخته کړي. 

هالڼد هېواد کې د ياد انسټېټيوټ  په يوې تر سره شوې سروې کې چې د ۱۷ بيا تر ۲۵ کالونو ۱۰۱۰ واده شوې نجونو او ميرمنو په کې برخه اخېستې وه، دا په ګوته کړې ده، چې د زیږون کنټرول ګولۍ د ژور تشويش يا Depression  لامل  کيږي. په ۱۰۱۰ دغه ميرمنو کې چې د دوی د زیږون کنټرول ګولۍ خوړلې؛ تر نوې سلنه يې د تشويش يا Depression په ناروغۍ اخته شوې وې. 

دغه سروې کې د ۱۷ کلنۍ لاندې عمر نجونو د نورو په پرتله ډېر د تشويش يا Depression احساس پيدا کړی، خو هغه چې د زیږون کنټرول ګولۍ له ډېر پخوا کاروي او يا يې عمرونه زيات دي، د کم عمره نجونو په پرتله لږې په تشويش اخته کيږي. 

د زیږون کنټرول ګولۍ منفي اغېز دا دی، چې جوړونکې  عمره نجونې د ګوښوالي، ژړا، کم خوب او بې اشتهايۍ احساس کوي.