چین کې د کورونا ویروس د مړ شمیر ۱۸۰۰ ته لوړ شو

روهي( درې نۍ/۲۹ د سلواغې )، په چین کې وژونکي کورونا ویروس نور ۹۸ تنه مړه کړل چې په پایله کې د ۱۸۶۸ تنه مړه او د ناروغانو شمېر ۷۲۴۳۶ ته ورسېد.
 

 د چین روغتیا ریاست وویل چې ترټولو لویه د مړو شمېره په هوبي ولایت کې شوي او ۹۳ نور کسان په ۵ نورو هېوادونو کې ثبت شوي دي.
 

د چینايي چارواکو په وینا، د کورونا ویروس په ۱۸۸۶ نورو ناروغانو کې تایید شوی، چې د اغیزمنو شویو خلکو ټولټال شمیره ۷۲۴۳۶ ته رسوي. دوی کې د ډاکټرانو په ګډون ۳۰۰۰طبي کارمندان شامل دي.
 
د ډیری قربانیانو حالت نازک ښودل شوی، چې د نورو تلفاتو خطر یې هم ډیر شوی.

د کورونا ویروس د چین له مرکزي ښار ووهان څخه په خپریدو پیل وکړ چې تر دې دمه یې د نړۍ تر دوه نیمو هیوادونو پورې رسیدلی. د چین دولتي تلویزیون په وینا، د ووهان د مرکزي روغتون مشر لیو ژومنګ هم پرون د کورونا ویروس څخه لیدنه وکړه.