مدني فعالانو مخابراتي شبکو ته یوه اوونۍ وخت ورکړ

روهي( درې نۍ/۲۹ د سلواغې )، د مدني ټولنو ځينو استازو په کابل کې د انټرنېټ د بیو لوړوالي او کیفیت د ټیټوالي په اړه یوه اعتراضیه غونډه کړې وه او مخابراتي شبکو ته یې یوه اوونۍوخت ورکړ، چې د انټر نېټ بیې راټیټې او کیفیت یې لوړ کړي.
 
 
مدني فعالانو زیاته کړې که غوښتنه یې و نه منل شي، خپلو اعتراضوتو ته به دوام ورکوي او دا شبکې تحریم کړي.
 
 
څه موده وړاندې د مخابراتووزیر ویلي و، چې دوی مخابراتي شبکو ته یوه جي بي انټرنېټ په ۹ افغانۍ ورکوي او دوی یې تر ۲۰۰ افغانیو په خلکو پلوري.