د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (دوه نۍ/دوشنبه) 

نيويارک ټاميز: امريکا وايي چې شمالي کوريا کې د کرونا ويروس مثبتې پېښه شته دي خو پټې يې ساتي 
روهي (دوه نۍ/۲۸د د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو حکومت وايي چې شمالي کوريا کې د هغه نړيوالو ټولنو او ادارو ملاتړ  او ورسره مرسته به وکړي، چې د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې مبازره کوي. 

نيويارک ټايمز د متحدو ايالتو حکومت د ځينو چارواکو له خولې ليکلي دي، چې ښايي شمالي کوريا کې د کرونا ويروس مثبتې پېښې رامنځ ته شوې وي، خو د شمالي کوريا دېکتاتور حکومت يې پټې ساتې. 

شمالي کوريا له چين سره نېږدې ۱۵۰۰ کيلو متره ګډه پوله لري. شمالي کوريا کې د مړينې يو شمېر پېښې راپور شوې دي، چې ويل کيږي ښايي لامل يې کرونا ويروس وي، خو د ياد هېواد حکومت په دې اړه څه نه دي ويلي. 

امريکا ويلي دي چې شمالي کوريا له چين سره هر ډول سوداګري تړلې ده او په دې اساس د دغه هېواد دننه د درملو او روغتيايي وسايلو اړتيا زياته شوې ده. امريکايي چارواکي وايي چې دوی به شمالي کوريا د نړيوالو ادارو له لارې بشري او ورغتيايي مرستې ورسوي. 

د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي دي، مونږ شمالي کوريا کې د کرونا ويروس په اړه اندېښمن يو او تيار يو چې په دې برخه کې نړيواله همکاري وکړو. 

د شمالي کوريا په اړه تېره اوونۍ يو راپور خپور شو، چې يو کس چې په کرونا ويروس اخته وو او په خپل سر تشناب ته تللی وو؛ اعدام شوی دی، خو تر اوسه په دې اړه رسمي راپورونه نه دي تائيد شوي. 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې څومره کسان شمالي کوريا کې په کرونا ويروس اخته دي، خو چارواکي وايي چې تر اوسه دلته کومه مبثت پېښه نه ده موندل شوې. 

وال سټريټ ژورنال: ټرمپ پرې تعرفې لوړې کړې؛ اروپايی ايربس هوايي شرکت د امريکايي بوينګ شرکت سره سختې سيالۍ کې  دی 
روهي (دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ ويلي دي، چې د جرمني، فرانسې، انګلستان، هسپانيې او يو شمېر نورو هېوادونو پر هوايي شرکتونو به تعرفې لوړې کړې. 

ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه وروسته له هغې کړې ده، چې اروپايی ايربس هوايي شرکت د امريکايي بوينګ شرکت سره سختې سيالۍ کې  دی او تېره جنورۍ يې د بوينګ الوتکو جوړونکو شرکت د الوتکو غوښتنې سفر ته راکښته کړې. 

د ټرمپ د دغه  طرحې اړوند به پر اروپايي هوايي شرکتونو او الوتکو مالي تعرفې چې تېر کې لس سلنه وې اوس به پنځلس سلنه ته پورته شي. 
جيونيوز: تازه ديموکراسۍ سعودۍ نجونې په سګرېټو عاداتي کړې 
روهي (دوه نۍ/۲۸د سلواغې)، اوس د سعودي عربستان په يو شمېر هوټلونو، رسټورانټونو او تفريحي ځايونو کې ګڼ شمېر نجونې په څرګنده سګرټ څکوي. دا هغه کړه وړه ده چې د تازه ديموکراسۍ په پايله کې تر سره کيږي.

د ریما په نوم يوې سعودۍ جيني چې ریاض ښار کې يې سګرېټ لګولی وايي، چې اوس خوښه ده چې په خپله خوښه چارې کوي او د سګرټ له څکولو خوند اهلي. 

نوموړې د سعودي عربستان له حکومت مننه کړې ده، چې دوی ته يې ازادي ورکړې ده او د نورې نړۍ د ښځو په څېر يې د ازاد ژوند حقوق ورکړي دي. 

ریما وايي چې د سګرېټو د زيان په فکر کې نه ده خو له دې ويره لري چې که چېرې يې د کورنۍ غړي پرې خبر شي، نو ژوند به ورته سخت کړي او اجازه به ورنه کړي. 

نوموړې زياته کړې، "زه نه غواړم کورنۍ مې پر ما خبره شي، دوی دغه درک نه شي کولی چې ښځې هم د نارينو په ډول حقوق لري او کولی شي چې سګرېټ وڅکوي."

د نجلا په نوم يوې بلې سعودۍ نجونې چې عمر يې يوازې ۲۶ کاله دی وايي چې د ريما په څېر سګرېټ څکول ورته مزه ورکوي، خو دي سره هم د کورنۍ ويره ده او که پرې خبره شي، نو د معتادينو روغتون ته به يې ولېږې. 

۲۰۱۵ کال کې شوې څېړنې په ګوته کړې ده چې د سعودي عربستان په ښوونځيو کې تر ۶۰ سلنه نجونې د سګرېټو په شمول د فردي ازادۍ ملاتړ کوي. 

الجزيره: د افريقا په بورونډي کې ډله ييزو قبرونو کې ۶۰۰۰ جسدونه موندل شوي دي
روهي (دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، د افريقا لويې وچې په وچه کې پروت بورونډي نومي هېواد کې په شپږو ډله ييزو قبرونو کې ۶۰۳۲ جسدونه او د زرګونه مرميو سره يو ځای موندل شوي دي. 

حکومت ويلي دي چې د ډله ييزو وژنو په برخه کې يې د څېړونو ځانګړی کمېسيون ټاکلی دی او په ګوته کوي، چې دغه قربانيان د هوتو قوم وګړي دي چې د ۱۹۷۲ کالونو جګړو په اوږدو کې وژل شوي دي. 

۱۹۷۲ کالونو بورونډي  کې استعمار وو، کورنۍ جګړې وې او ځيني وګړي يې چې ډېری يې ولسي خلک دي په ډله ييز ډول وژل شوي دي.