د افريقا په بورونډي کې ډله ييزو قبرونو کې ۶۰۰۰ جسدونه موندل شوي دي

روهي (دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، د افريقا لويې وچې په وچه کې پروت بورونډي نومي هېواد کې په شپږو ډله ييزو قبرونو کې ۶۰۳۲ جسدونه او د زرګونه مرميو سره يو ځای موندل شوي دي. 

حکومت ويلي دي چې د ډله ييزو وژنو په برخه کې يې د څېړونو ځانګړی کمېسيون ټاکلی دی او په ګوته کوي، چې دغه قربانيان د هوتو قوم وګړي دي چې د ۱۹۷۲ کالونو جګړو په اوږدو کې وژل شوي دي. 

۱۹۷۲ کالونو بورونډي  کې استعمار وو، کورنۍ جګړې وې او ځيني وګړي يې چې ډېری يې ولسي خلک دي په ډله ييز ډول وژل شوي دي.