تازه ديموکراسۍ سعودۍ نجونې په سګرېټو عاداتي کړې 

روهي (دوه نۍ/۲۸د سلواغې)، اوس د سعودي عربستان په يو شمېر هوټلونو، رسټورانټونو او تفريحي ځايونو کې ګڼ شمېر نجونې په څرګنده سګرټ څکوي. دا هغه کړه وړه دي چې د تازه ديموکراسۍ په پايله کې تر سره کيږي.

د ریما په نوم يوې سعودۍ جيني چې ریاض ښار کې يې سګرېټ لګولی وايي، چې اوس خوښه ده چې په خپله خوښه چارې کوي او د سګرټ له څکولو خوند اهلي. 

نوموړې د سعودي عربستان له حکومت مننه کړې ده، چې دوی ته يې ازادي ورکړې ده او د نورې نړۍ د ښځو په څېر يې د ازاد ژوند حقوق ورکړي دي. 

ریما وايي چې د سګرېټو د زيان په فکر کې نه ده خو له دې ويره لري چې که چېرې يې د کورنۍ غړي پرې خبر شي، نو ژوند به ورته سخت کړي او اجازه به ورنه کړي. 

نوموړې زياته کړې، "زه نه غواړم کورنۍ مې پر ما خبره شي، دوی دغه درک نه شي کولی چې ښځې هم د نارينو په ډول حقوق لري او کولی شي چې سګرېټ وڅکوي."

د نجلا په نوم يوې بلې سعودۍ نجونې چې عمر يې يوازې ۲۶ کاله دی وايي چې د ريما په څېر سګرېټ څکول ورته مزه ورکوي، خو دي سره هم د کورنۍ ويره ده او که پرې خبره شي، نو د معتادينو روغتون ته به يې ولېږې. 

۲۰۱۵ کال کې شوې څېړنې په ګوته کړې ده چې د سعودي عربستان په ښوونځيو کې تر ۶۰ سلنه نجونې د سګرېټو په شمول د فردي ازادۍ ملاتړ کوي.