روهي(دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، د روسیې د کورنیو چارو وزات وايي، د پلازمېنې مسکو یوه کلیسا کې دوه کسان په چړو وهل شوي دي. پولیسو له برید سره د تړاو په تور یو مشکوک کس نیولی دی.
د کلیسا یوه پادري کیریل سلادکوف ویلي، بریدګر عینکې او ربړي لاسموغان لرل، ماسک یې اچولی و او د برید پرمهال یې غوږیو کې موسیقي اورېده.
رن ټي وي د یاد پادري له خولې ویلي: د هغه خواته ورغلو چې په آرامۍ یې وباسو. په دې شېبه کې یې له جیبه چړه راوویستله او زما همکار یې پرې وواهه. وروسته، زما ټولو مرستیالانو د هغه د نیولو هڅه وکړه، زما دوه نور ملګري یې ووهل.د کورنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، تر اوسه د برید انګیزه نه ده مالومه شوې.په وروستیو کلونو کې روسیه کې پر واټونو د چړو بریدونه ډېر شوي دي.د ځینو دغو بریدونو مسوولیت "اسلامي دولت" نومې داعش ډلې منلی، خو روسي چارواکو په خپلو څېړنو کې په رسمي توګه یاد بریدونه له ترهګرۍ سره نه دي غوټه کړي.
وروستي