د کرونا ویروس حقیقت پلټونکي لادرکه شوي

روهي(دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، دوی دواړه د چین د هوبي ولایت په ووهان ښار کې خبریالان وو او د کورونا ویروس د حقیقت په اړه به یې معلومات خپرول. هغه د ووهان بېلابېلو روغتونو ته ورغلی و، د ناروغانو وضعیت یې کاته او له دوی سره به یې خبرې کولې. هغه پوهېده چې دا کار به یې له ګواښ سره مخ کړي.
دواړو له دغه قرنطین شوي ښاره ویډیوګانې، انځورونه او کیسې خپرولې. خو اوس دوی لادرکه شوي او ځای ځایګی یې معلوم نه دی. ده د روان کال د جنورۍ په ورستیو کې پرېکړه وکړه چې د کورونا ویروس د خپرېدو مرکزي سيمې ووهان ښار ته لاړ شي او د خرابېدونکي وضعیت په اړه رپوټونه ورکړي. هغه په یوټوب کې په خپله لومړۍ ویډیو کې ویلي وو: "زه به خپله کمره ددې لپاره وکاروم چې هلته روان وضعیت مستند کړم
فانګ بېن او چېن قویشي دواړو پریکړه کړې وه چې د هوبي ولایت د مرکز ووهان له کړکېچه به خلک خبروي او ددې ناروغۍ په اړه -چې هرڅه مومي- له خلکو سره به یې شریکوي. پر چينايي خواله رسنیو د دوی ویډیوګانې زرګونه کسانو کتلې، خو اوس د دوی چینل درېدلی او مینه وال یې ویرېدلي چې دوی ولې لادرکه شوي وي؟