هغه سړی چې زرګونه بې وارثه مړی خاورو ته سپاري

روهي(دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، محمد شریف له تېرو ۲۸ کلونو راهیسې د خپل زوی په یاد خپل کړي هوډ ته ژمن پاتې دی. د ده زوی په هند کې په ۱۹۹۲ کې د هندوانو او مسلمانانو تر منځ مذهبي شخړو کې ووژل شو، خو مړی يې تر ننه پيدا نه شو. د شمالي هند په ایودیا کې د "کاکا" شریف په نوم مشهور شوي دی.
کله ځينې بې وزله ناروغان هم د داسې مړو شمېر ډېروي چې په روغتون کې سا ورکوي او د دوی د مړینې د مراسمو ادا کوونکي څوک نه وي. چارواکي د ځينو نادولتي ټولنو او د محمد شریف په څېر رضاکارانو په مرسته داسې بې وارثه مړي ښخوي. محمد شریف نه پوهېږي چې څومره مړي يې خاورو ته سپارلي دي یا يې د هغوی د مړینې مراسم ترسره کړي. د ایودیا چارو د تنظيم ادارې مشر انوج کمارجها بي بي سي ته ویلي دوی دا شمېر نه دی ثبت کړی چې څومره بې وارثه مړي يې ښاغلي شریف ته سپارلي، خو ښايي شاوخوا ۲۵۰۰ جسدونه يې ورکړي وي.
د شریف "کاکا" مور د ده د ماشومتوب پر مهال مړه شوې وه. دی خپلې نیا او نیکه لوی کړی، خو نه و توانېدلي چې په ده درسونه ووايي، هماغه و چې په وړکتوب کې يې کار پيل کړی و او د خرابو بایسکلونو جوړول يې زدکړي وو، خو په پنځوس کلنۍ کې له یوې پېښې وروسته يې د خېرښېګڼې کارونو ته مټې رابډولي.