دانش: سوله تېر ته د افغانستان د بېرته ورګرځېدو په مانا نه ده

روهي(دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، د افغانستان د ولسمشرۍ دویم مرستیال سرور دانش د امریکا او طالبانو تر منځ د تاوتريخوالي د کمولو پر سر د هوکړې هرکلی کړی او ویلي يې دي، هیله من دی چې دا هوکړه به د سولې په اړه مخامخ خبرو ته لار برابره کړي.
ښاغلي دانش همدا راز وویل چې سوله تېر ته د افغانستان د بېرته ورګرځېدو په مانا نه ده او افغانستان اوس ۲۰ کاله پخوا د طالبانو د واکمنۍ د مهال هېواد نه دی.ده ټينګار وکړ چې د سولې بهیر او خبرې باید د افغانانو په مالکیت کې وي، مذاکره کوونکې ډله باید د افغان دولت په مشرۍ وي او د ټولو خلکو استازيتوب وکړي. د ولسمشر دویم مرستیال په دې غونډه کې وویل، د سولې اصلي شرط باید د تاوتريخوالي داسې کمښت وي چې د سولې خبرو سره هممهاله په افغانستان کې د تل پاتې اوربند لامل شي.
پاکستان کې د افغان کډوالو څلوېښت کلنۍ په اړه دې نړیوال کنفرانس ته د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم وینا وکړه. نوموړي وویل، تر هغې چې افغان کډوال پاکستان کې وي، دی پاکستان کې د سخت دریځۍ د ختمېدو ضمانت نشي ورکولی.لومړي وزیر عمران خان وویل، پاکستان په سیمه کې د ورانکارو ډلو د مخنیوي لپاره له افغانستان سره پر ډیورنډ کرښه اغزن تار لګوي، چې چارې یې کابو بشپړې شوې دي.ښاغلي خان وویل، پر دې خبره ویاړي چې هېواد یې د له اقتصادي ستونزو سره سره له څو لسیزو راهیسې پر خپله خاوره لکونو افغان کډوالو ته پناه ورکړې ده.