راتلونکو څو ورځو کې به د ۱۳۹۸ د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړيې

روهي(دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر راتلونکو څو ورځو به د ۱۳۹۸ د ولسمشریزو ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي. د ټاکنیزو شکایتونو د پرېکړې له مخې که د ۱۳۷ زرو رایو لس سلنه چې بیا شمېرل کیږي، ۶۵ سلنه يې د بایومټریک، ژورنال او د ټاکنو ورځې لاسلیک شوې د پایلو پاڼې ولري ټولې رايې به معتبرې ګڼل کېږي او که ۳۵ سلنه يې دا معیارونه پوره نه کړي ټولې نژدې دوه لکه څلوېښت زره رايې به به بیا څېړل کیږي.
د ټاکنو کمېسیون ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وویل: تر راتلونکو درې یا څلورو ورځو به د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان شي.
ټاکنو کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي همدا چې مرکزي سېسټم ته د تازه شمېرل شویو رایو پایلې ورسېږي د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایلې اعلانود ټاکنو خپلواک کمیسون وايي، په نهو ولایتونو کې د ټاکنو د بیاشمېرنې په اړه دوه ورځې مخکې پېل شوی بهیر د ټاکنیزو شکایتونو او د ټاکنډلو د څاروونکو په موجودیت کې "په بریالیتوب" پای ته رسېدلی دی.د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د خپلو موندنو له مخې ټاکنو کمېسیون ته ۷ وروستۍ پرېکړې استولې وې، چې ټاکنو کمېسیون یې پلې کړي.