جلال آباد کې یو تن د تښتوونکو له منګولو ازاد کړای شو

روهي( دوه نۍ/۲۸ د سلواغې )، د ننګرهار ولایت مرکز جلال ښار کې د سلطانزي پلازې خاوند نظام الدين د ملي امنيت منسوبينو له لورې تر درې مياشتو هڅو وروسته د تښتوونکو له منګولو روغ رمټ ازاد او د قضيې په تړاو يې درې تنه ونيول شول.
 
تښتوونکو د نظام الدين له کورنۍ يو نيم ميليون امريکايي ډالر غوښتل، چې د اطلاعاتو تر لاسه کولو وروسته تېره ورځ د ملي امنيت منسوبينو له لورې د ښار اتمې ناحيې په مربوطاتو کې د تښتوونکو له منګولو ازاد او د يادې قضيې په تړاو درې تورن کسان ونيول شول.
 
ننګرهار کې د خوړو خونديتوب او تغذيې په موخه د پنځه کلن ستراتيژيک پلان تطبیق په موخه ناسته وشوه.
 
د ننګرهار ولايت ټولنيزو او فرهنګي چارو مرستيالې او د وزيرانو شورا د دارالانشاء لوی رياست استازو د دې ولايت مسئولينو سره د خوړو خونديتوب او تغذيې په موخه د پنځه کلن ستراتيژيک پلان تطبيق په موخه ناسته وکړه.