افریقایي هېواد کې د یو برید له کبله ۱۴ ماشومانو په ګډون ۲۲ کسان وژل شوي

رهي( دوه نۍ/۲۸ د سلواغې )، د مرکزي افریقا هیواد کې د کامرون شمال لویدیځ کې په یوه کلي د برید په پایله کې لږ تر لږه ۲۲ تنه وژل شوي.
 
 
د ملګرو ملتونو راپور ورکړی چې پیښه د کامرون د نټومبو په کلي کې شوې ده.
 

ځایی رسنیو راپور ورکړی چې په نیمبومبو کې د قربانیانو نیمایي ماشومان وو، پداسې حال کې چې ځینې قربانیان ژوندي سوځول شوي.
 

تر دې دمه د پیښې مسولیت چا نه دی منلی، خو یوې مخالفې ډلې باندې اردو پړه اچولې ده.