د ترکیې او امریکا ولسمشرانو له روسیې غوښتي چې د بشار اسد ملاتړ پای ته ورسوي

روهي( دوه نۍ/۲۸ د سلواغې )، د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په روسیه غږ وکړ چې په سوریه کې د اسد رژیم ملاتړ پریږدي او ویې ویل چې په سیمه کې پاتې کیدل به د سولې خنډ نشي.
 

 د سپینې ما ڼۍ یوې اعلامیې ویلي چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ترکیې ولسمشر طیب اردوغان ته ټیلیفون وکړ ترڅو په منځني ختیځ په ځانګړي توګه سوریه کې د روان وضعیت په اړه خبرې وکړي. دواړو مشرانو د بشار اسد رژیم لپاره د روسیې د هوايي ځواکونو لخوا په ترسره شوي اقداماتو اندیښنه څرګنده کړه.
 
د ترکیې ولسمشر د کرد جنګیالیو پرضد په سوریه کې د خپلو نظامي عملیاتو په اړه خبرې وکړې او په عین حال کې د اسد رژیم د کردانو ملاتړ او د روسیې د بشارالاسد رژیم ملاتړ وباله.