په مریخ کې انسان ښار ډیزاین کړئ ، د ۱۰۰۰۰ ډالرو انعام ترلاسه کړئ

روهي( دوه نۍ/۲۸ د سلواغې )، د مریخ ټولنه، په مریخ کې د انسانانو میشت ځایونو لټولو یوې ډلې په دې وروستیو کې یوه نوې سیالۍ اعلان کړه، چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه خلک په مریخ کې د انسانانو ښار ډیزاین کولو ته راوبلل. 
 
هر یو ډیزاین چې د مریخ محیط لپاره غوره وبلل شو، هغه ټیم چې دا یې رامینځته کړي د ۱۰۰۰۰ امریکایي  ډالره جایزه به ترلاسه کړي. د سیالۍ لپاره د ډیزاین وړاندې کولو وروستۍ نیټه د ۲۰۲۰، جون ۳۰ پورې ټاکل شوې ده.

د مریخ دغه راتلونکی ښار د "مریخ ښار ایالت" نومول شوی چیرې چې یو ملیون خلک پکې ژوند کولی شي.

په هرصورت ، د ښار ډیزاین باید واقعي وي، پداسې حال کې چې د مریخ ټولنه هم ټینګار کوي چې د دې ښار ټولې سرچینې باید له مریخ څخه ترلاسه شي نو دا د ځمکې څخه لږ تر لږه اکمالاتو ته اړتیا لري.
دا پدې مانا ده چې د مریخ ښار ایالت ټول اوسیدونکي کولی شي په مریخ کې خواړه، جامې، هستوګنه، انرژي ، یوازې ورځني توکي، وسایط او ماشینونه او نور طبیعي سرچینې ترلاسه کړي. په هرصورت ، یوازې هغه توکي چې هلته تولید نشي کولی د ځمکې څخه تر مریخ پورې "واردولو" ته به اجازه ورکړل شي، په ځانګړي توګه عصري بریښنایی وسایل او ورته تجهیزات.

که تاسو د مریخ لپاره د ښار پلان هم لرئ چیرې چې یو ملیون خلک کولی شي ژوند وکړي او د دوی ټولو سرچینو کې په ځان بسیا وي.