عمران خان: د پاکستان ولس او حکومتي ادارې په افغانستان کې د تل پاتې سولې غوښتونکي دي

روهي( دوه نۍ/ ۲۸ د سلواغې )، لومړي وزیر عمران خان ویلي دي چې د پاکستان ملت او ټولې ادارې په افغانستان کې د تلپاتې سولې هیله کوي.

په اسلام آباد کې د ۴۰ کلن افغان مهاجرینو نړیوال کنفرانس ته په خطاب کې هغه وویل چې په تیرو ۲۰ کلونو کې د پاکستان د خلکو لپاره ډیر مشکل و، خو موږ د ټولو ستونزو سره سره ملیونونه افغان کډوال کوربانه وو.

لومړي وزیر وویل چې د افغان کډوالو ماشومانو په پاکستان کې کرکټ زده کړی، نن د افغانستان د کریکټ ټیم د نړۍ په درجه بندۍ کې شامل دی.

تر دې دمخه، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرس ویلي وو کله چې یې پاکستان ته سفر کړی نو تل یې د افغان ورونو سره د پام وړ همکارۍ لیدلې، حتی کله چې لږ ملاتړ هم ورسره و.
انتونیو ګوټریس وویل: "موږ د یووالي او خواخوږۍ په زړه پورې کیسه په رسمیت پیژندلو لپاره راټول شوي یو ،" ځکه چې شاوخوا ۴ لسیزې کیږي. "
هغه وویل ، د۴۰ کالو راهیسې پاکستان د افغان کډوالو لپاره خپلې دروازې خلاصې ساتلي دي.