
روهي (دوه نۍ/۲۸ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو ولسمشر دونالډ ټرمپ ويلي دي، چې د جرمني، فرانسې، انګلستان، هسپانيې او يو شمېر نورو هېوادونو پر هوايي شرکتونو به تعرفې لوړې کړې.
ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه وروسته له هغې کړې ده، چې اروپايی ايربس هوايي شرکت د امريکايي بوينګ شرکت سره سختې سيالۍ کې دی او تېره جنورۍ يې د بوينګ الوتکو جوړونکو شرکت د الوتکو غوښتنې سفر ته راکښته کړې.
د ټرمپ د دغه طرحې اړوند به پر اروپايي هوايي شرکتونو او الوتکو مالي تعرفې چې تېر کې لس سلنه وې اوس به پنځلس سلنه ته پورته شي.