د ښځو نړيوال شل اوريز جام د فبرورۍ په ٢١مه په اسټرالیا کې پیلېږي

روهي( دوه نۍ/۲۸ د سلواغې )، د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د ښځينه نړيوال شل اوريز جام د فبرورۍ په ٢١مه پيلېږي چې د مارچ تر ۸ مې پورې به دوام وکړي.

د ښځو نړیوال جام به په اسټراليا کې ترسره شي، چې ١٠ لوبډلې پکې ګډون لري چې د پای لوبې پورې به ۲۳ لوبې ترسره شي، افغانستان په دغه نړيوال جام کې نشته، ځکه چې افغانستان د ښځو ملي لوبډله نه لري.

دې نړيوال جام ته اسټراليا، انګلستان، هند، نيوزيلېنډ، پاکستان، سويلي افريقا، سريلانکا او ويسټ انډيز نېغ په نېغه لار پېدا کړې ده او بنګله دېش او تايلېنډ ورته به د کواليفايي لوبو نه تللې دي.