د طالبانو او امريکايانو ترمنځ د سولې تړون هوکړې ته ورسېد او څو روځې وروسته لاسليک کيږي 

روهي (دوه نۍ/۱۸ د سلواغې)، قطر کې د طالبانو  سياسي دفتر چارواکو رسنيو ته منلې ده چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون وروستی شوی دی او په څو ورځو کې به لاسليک شي. 

قطر کې د طالبانو سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په دې اړه بي بي سي ته ويلي دي، "په دې هکله به دواړه لوري جلا جلا اعلامیې خپروي، چې په هغو کې به د توافقنامې د لاسلیک تاریخ ټاکل شوی وي."

نوموړي بي بي سي ته ويلي دي چې د همدې روانې مياشتې تر پای به دغه هوکړه ليک لاسليک شي. شاهين ويلي چې د سولې تړون ټول مسايل وروستي شوي او هوکړې ته رسېدلي دي. 

له دې وړاندې يو شمېر رسنيو ليکلي وو چې د فيبرورۍ مياشتې په ۲۲مه نېټه د طالبانو له خوا د تاوتريخوالي کمولو طرحې پيل کيږي او پر ۲۹مه نېټه يې د سولې تړون د طالبانو او امريکيايانو ترمنځ لاسليک کيږي.