غربت څه ده؟؟

غربت دا دی چې په لاس کې مو نوی آيفون مبايل وي خو د خولې غاښونه مو له لسو ډېر ويجاړ وي؛

غربت دا دی چې په زرګونه ټوکې مو په پښتو او دري ژبه زده وي خو د خپل هېواد تاريخ مو در معلوم نه وي؛

غربت دا دی چې د کال په وروستۍ برخه کې مو څوک وپوښتي چې څو جلده کتابونه دې لوستلي او تاسې دوه حرفه ځواب  ورکړئ " هېڅ " 

غربت دا دی چې په خپلو کوڅو او دښتو کې اشغال اچوې خو د امريکا او فرانسې په تمدن ساعتونه بحث کوې؛

غربت دا دی چې د زرګونو ډالري موټر کې سپور يې خو د ترافيکو په قوانيونو ټکی نه يې خبر؛

غربت دا دی چې خبرې ټولې د آزادۍ کوې خو په بېوزلو انسانانو تجارت کوې او د ماشومانو له وينو خوند اخلې ؛

غربت دا دی چې مېرمن ولرې خو له پرديو لورانو ناوړه ګټه پورته کوې ؛

غربت دا دچې په رب باور لرې خو د هغه يوه خبره هم  و نه منې.

راځئ ژوند ته د ژوند په سترګه وګورو!