د ملي امنیت سلاکار د مونیخ د امنیتي ناستې په څڼدو کې د افغانستان پر سوله او امنیت دوه اړخیزې ناستې وکړې

روهي( دوه نۍ/۲۸ د سلواغې )، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په المان کې د مونیخ د امنیتي ناستې په څڼدو کې د آلمان له یو شمیر حکومتي او غیر حکومتي چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
 
په دغو ناستو کې په کورنیو چارو کې د المان د فډرالي حکومت وزیر ډاکټر مارکوس کربر، په بهرني سیاست کې د حاکم سیاسي حزب سي دي یو/سي ایس یو له پارلماني ویاند یورګن هارټ، په بهرنیو او دفاعي چارو کې د حاکم ګوند د پارلماني کمېټې له مرستیال ډاکټر یوهان واډیفل، د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې غړي او د سوسیال ډیموکراټ ګوند د پارلماني ډلګۍ د بهرنۍ پالیسۍ ویاند ډاکټر نیلز شمیت او همداراز په بهرنیو چارو کې د المان د فډرالي دولت له وزیر انډریس میکایلز سره د افغانستان او المان د اړیکو پر بهبود او د هیواد د سولې پر پروسې بحثونه وشول.
 
په ناستو کې ، د هیواد د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړل شو، چي المان به د افغان پولیسو د روزنې ماموریت ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به له افغانستان سره خپلې همکارۍ دوامداره ساتي.
 
همدا ډول پر دې ټینګار وشو ، چې د المان پارلمان به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د هغه هیواد د نظامي حضور په اړه ډېر ژر پرېکړه وکړي او یادو استازو وویل، چي دوی به په دې پرېکړه کې په افغانستان کې د خپل حضور له دوام څخه ملاتړ کوي.
 

د هیواد د ملي امنیت سلاکار ته یادو الماني چارواکو ډاډ ورکړی، چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي او د افغانانو لپاره به د یوې داسې سولې ملاتړ کوي، چي په نتیجه کې یې امنیت تامین او د تیرو دوه لسیزو لاسته راوړنې په اوبو لاهو نسي.
ډاکټر محب د المان د فډرالي دولت له وزیرانو او د پارلمان له غړو سره په کتنو کې په پوځي او ملکي برخو کې ددې هیواد له همکاریو د مننې ترڅنګ په راتلونکي کې د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
 
هغه د پولیسو د روزنې پروګرام خورا مؤثر وبلی او مننه یې وکړه، چي المان په دې برخه کې په ځانګړې توګه په مزار کې یو خاص یونټ روزلی او فعالې مبارزې ته یې اماده کړی دی.

نوموړي همدا ډول په سوله، امنیت او انکشاف کې د المان همکارۍ مهمې یادې کړې او وویل، چي افغانستان له دغه هیواد سره د خپلو اوسنیو همکاریو زیاتوالي ته متعهد دی.