انتونیو ګوټیرس: په نیول شوي کشمیر کې بشري حقونو ته باید درناوی وشي

روهي( دوه نۍ/۲۸ د سلواغې )،  د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټیرس وايي چې په کشمیر کې بشري حقونو ته باید په هر ډول درناوی وشي.

د ملګرو ملتونو پلاوي په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو له عمومي منشي انتونیو ګوټریس سره ولیدل، په پلاوي کې د افغانستان، تاجیکستان او یمن کډوال شامل وو.  مهاجرینو سرمنشي ته په خپلو هیوادونو کې د شکنجې او تاوتریخوالي راپورونه هم ورکړل.

انتونیو ګوټریس وویل چې پاکستان د افغان جګړې له امله زیانمن شوي ملیونونه مهاجرو ته سرپناه برابره کړې او د هغوی لپاره یې ښه انتظامات کړي.

ورپسې یوې غونډې ته د وینا په مهال د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیوګونټیرس وویل چې د پاکستان او هند تر منځ د اوبو تړون موجود دی، نړیوال بانک په تړون کې تضمین دی، موږ له هسپانیې سره ورته تړون لرو،  اوبه د وسلې په ډول نه بلکې د سولې لپاره وکارول شي.

 هغه وویل په کشمیر کې باید بشري حقونو ته درناوی وشي، انسانیت ته نه یوازې په کشمیر بلکې په ټوله نړۍ کې درناوی وشي د بشري حقونو د کمشنر دوه راپورونه په کشمیر کې د بشري حقونو د وضعیت بشپړ انعکاس دی.
د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په ګډه خبري ناسته کې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوټریس وویل چې د پاکستان او هند تر منځ د کړکیچ په اړه جدي اندیښنه شتون لري. ملګري ملتونه په بیا رغونه کې حیاتي رول لوبولی شي، پداسې حال کې چې ډیپلوماسۍ او خبرې اترې د ستونزې یوازینۍ حل دی.