د ولسمشر دویم مرستیال په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی اسلام اباد ته رسېدلی

روهي( دوه نۍ/۲۸ د سلواغې )، د ولسمشر دویم مرستیال محمد سرور دانش په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی چې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي مرستیال محمد هارون چخانسوري هم پکې ګډون لري، اسلام آباد ته رسېدلي دي.
 
 
نوموړی پلاوی به په هغه دوه ورځني کانفرانس کې ګډون کوي، چې د فبروري د میاشتې په ۱۸-۱۷ مه د پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له لوري د ( په پاکستان کې د افغان کډوالو څلوېښت کلن کوربه توب – د یو نوي پيوستون پیل) تر سرلیک لاندې په لاره اچول کېږي.
 

د یادولو وړ ده چې د افغانستان اسلامي جمهوریت دویم مرستیال به د کانفرانس په څنډه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو، سوداګرو او محصلینو له استازو سره هم وګوري.