مفوض مدينة نيويورك حول تجربة المكان

روهي( دوه نۍ/۲۸ د سلواغې )، پاکستان د لومړي ځل لپاره اتلولي وګټله د کبډي نړیوال جام پایلوبه کې خپل سر سخت سیال هند ته په ۲ نمرو ماتې ورکړه.
 

د هندوستان او پاکستان غیږ نیونکو د لاهور په پنجاب لوبغالي کې د کبډي نړیوال جام پای لوبه کې ښه لوبه وکړه او په پای کې د هند مینه وال خفه شول.
 

د پاکستان لوبغاړو خپل ښه فکر سره لوبه وکړه او هندي ټیم ته یې د ۴۳ نمرو سره ۴۱ په مقابل کې ماتې ورکړه.
 

کبډي د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام په تاریخ کې له هندوستان څخه بهر لوبه وشوه او د لومړي ځل لپاره هندوستان د خپل ویاړ په دفاع کې پاتې راغی او پاکستان په پای کې ۵ ځله پای ته رسیدو وروسته اتلولي وګټله.
 
په نیمه پایلوبه کې، پاکستان آسټرالیا او هندوستان ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته ورسید.

د پنجاب وزیراعلی عثمان بزدار د کبډي نړیوال جام فاینل کې هندوستان ته په ماتې ورکولو ټیم ته مبارکي وویله.