د نړۍ معتبرو ورځپاڼو ته لنډه کتنه (يوه نۍ/يکشنبه) 

الجزيره:  يمن کې د سعودي او عربي اماراتو د ګډ ائتلاف هوايي بمبار ۳۱ ولسي وګړي وژلي دي 
 يمن کې پر حوثي وسله والو د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ګډ ائتلاف هوايي بمبار کې ۳۱ وسلي وګړي وژل شوي دي او ۱۲ نور ټپيان دي. ملګرو ملتونو په يو راپور کې د دغه ولسي مرګ - ژوبلې پخلی کړی دی. 

راپور کې ويل شوي دي چې په دې هوايي بريد کې چې تېره ورځ د يمن په الجوف ولايت کې شوی دی، دغه تلفات يې رامنځ ته کړي دي. 

ايران ملاتړو حوثيانو د يمن په همدې ولايت کې د سعودي عربستان يوه جېټ الوتکه هم له ځمکې هوا ته په يو پرمختللي مزايل رانسکوره کړې ده. 

د يمن حکومت هم د دغه هوايي بمبار پخلی کړی دی او ويلي  دي چې سيمه ته يې پلاوی لېږلی دی او همدا ډول يې د ټپيان د درملنې لپاره مرستې رسولې دي. 

جيونيوز: د موبايل څپې د سرطان لامل نه کيږي 
ساينس پوهانو له يوولس کاله تجربو او څېړونو وروسته دا څرګنده ګړه چې د ګرځنده موبايلونو راډيويي څپې د انسانانو لپاره د سرطان يا کنسر لامل نه کيږي. 

د غذا او درملو Food and Drug Administration په نوم يو څيړنيز مرکز په خپلو وروستيو څېړونو کې ويلي دي چې تر اوسه داسې کوم ثبوت نه دی موندل شوی، چې له موبايل تېرېدونکې راډيويي څپې  د سرطان لامل شي. 

دغه راپور د امريکا متحدو ايالتو Food and Drug Administration ادارې وړاندې کړی دی او دا يې په ګوته کړي دي، چې هغه ځيرک او نور ګرځنده موبايلونه چې اوس مهال کارول کيږي، د سرطان لپاره لار نه شمېرل کيږي. 

نړۍ کې بيا د 5G يا پنځم نسل انټرنېټ په خپرېدو سره د سرطان ويره زياته شوې ده.  د سويس په شمول د نړۍ يو شمېر هېوادونه کې مخابراتي او انټرنېټي شرکتونو ته د  5G يا پنځم نسل انټرنېټ د انتنونو د نصب اجازه نه ورکول کيږي. ويره دا ده چې  5G يا پنځم نسل انټرنېټ د سرطان مهم لامل کېدای شي. 

اسوشېټېډ پرېس: د (سندرا او جترو) په نوم د دوه بيزوګانو د عاشقانو (والېنټاين) ورځې کيسه 
 د امريکا متحدو ايالتو فلورېډيا کې يوه بيزو چې محکمې په حقوقي بڼه د  شخص personhood  حقوق ورکړي دي، د عاشقانو يا والنټيان پر ورځ د خپلې زوکړې ۳۱ کليزه ولمانځله. 

دغه بيزو په اصل کې د ارجنټاين هېواد  ده  خو په فلورېډيا ايالت کې په يو ژوبڼ کې ساتل کيږي. دغه بيزو چې ۳۴ کاله عمر لري چې  د جترو په نوم له يو نارينه بيزوګي چې ۳۱ کلن دی د مينې نوې ريشته پيل کړې ده. 

اسوشېټېډ پرېس ليکلي دي، عاشق جترو خپلې مشعوقې سندرا ته د دي د زېږدنې کليزې او والنټاين ورځې په مناسبت په زړه پوري ډالۍ وړاندې کړې. 

د فلورېډيا ايالت يو قاضي په رسمي ډول سندرا نومي بيزو ته د شخص حقوق ورکړي. محکمه پرېکړه کې چې سندرا له دې وروسته حيوان نه دی، او د غير انساني شخص له حقوقو به برخمنه وي. 

د غيرې انساني شخص حقوق سندرا نومي بيزو ته ځيني امتيازونه ورکوي چې له دې جملې دغه بيزو ته باید درناوی وشي او ځورونه يې د قانون خلاف عمل دی چې  سزا لري. 

رشيه ټوډې: د انګلستان مشهورې لوبغاړې (کارولاين فلاک) ځانه وژنه کړې
د کارولاين فلاک په نوم د دانګلستان تلويزوني او راډيويي مشهورې لوبغاړې او نڅاګرې د ۴۰ کلنۍ په عمر په خپل کور کې ځان وژنه کړې ده. 

د نوموړې کورنۍ رسنيو ته د دغه پېښې پخلی کړی دی. کارولاين فلاک لندن کې د محکمې له خوا په دې جرم چې پر خپل هلک ملګري يې بريد کړی وو، مجرمه پېژندل شوې وه. 

دغه تلويزوني لوبغاړې تېره ورځ په لندن کې په خپل کور کې ځان وژلی دی.

العربيه: آدیداس چين کې لسګونه خپل دفترونه تړلي دي   
روهي (يوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې چين کې جرمني د سپورټ آدیداس کمپنۍ په خپلې لسګونه څانګې او هټۍ تړلې دي. 

د آدیداس کمپنۍ مسوولينو ويلي دي چې دوی په چين کې د کرونا ويروس له خپرېدو له راپدېخوا په سوداګريزي زيان کې دي. 

له دې وړاندې چين کې ايفون، سمسونګ او يو شمېر نورو نړيوالو شرکتونو هم خپلې څانګې تړلې وې. 

د نړيوالې ټولنې له مرستو او د چين حکومت له جدي اقداماتو سره - سره تر اوسه چين کې د کرونا ويروس مخه نه ده نېول شوې. 

چين کې د کرونا ويروس د مړينې پېښې تر ۱۵ سوه ورسېدې او په ټوله نړۍ کې چې ډېری يې په چين کې دي د اخته کېدو مثبتې پېښې يې له ۶۰ زره واوښتې. 

رويټرز: حسن روحاني: امريکا ته سر نه ټيټوو 
د ايران ولسمشر حسن روحاني خبرداری ورکړی دی چې د امريکا متحد ايالتو فشارونه به ايران اړ نه کړي چې له دوی سره خبرو ته کيني.

نوموړي ايران کې له تلويزون سره په مرکې کې ويلي دي چې که چېرې امريکا د بنديزونو له لارې مونږ خبرو ته اړوي، نو مونږ به هېڅکله هم داسې کار ونه کړو. 

روحاني ويلي دي چې امريکا (زمونږ دښمن) په دې پوهيږي چې پر تهران د دوی فشارونه له ناکامۍسره مخ دي او پايله به ور نه کړي. روحاني وايي چې د ايران حکومت او ولس يو او متحد دی. 

نوموړي په دې مرکه کې د ايران او سعودي د نيکو اړيکو هم ويلي دي. د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم هغه وخت رسنيو ته ويلي وو چې سعودي عربستان د قاسم سليماني د مړينې پر وخت اړيکه نېولې وه خو غوڅ او خبرې تر سره نه شوې. 

ايران چارواکي د سعودي عربستان په اړيکو کې ملامتي پر واشګټن اچوي او زياتوي چې امريکا سعودي دې ته اړ کوي چې له ايران سره ترېنګلې اړيکې ولري. 
 

سي اِن اِن: د نړۍ ترټولو ګران بيه جېټ الوتکه؛ B-2 Spirit دوه زره مېلېونه امريکايي ډالر قيمت لري 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د امريکا متحدو ايالتو په هوايي ځواک کې B-2 Spirit  جنګي جېټ الوتکې د نړۍ د ترټولو ګران بيې الوتکې رېکارډ خپل کړی دی. 

دغه الوتکه له رادار د پټېدو وړتيا لري او بيه يې دوه مېلېارده امريکايي ډالر ده. B-2 Spirit پر پرمختللې ټېکنالوژۍ سمبال ده. 

د دغه الوتکې لومړۍ بڼه د شوري او امريکا ترمنځ د سړې جګړې پر مهال جوړه شوې وه، چې د اټومي او غيرې اټومي وسلو د لېږد وړتيا يې درلودله. 

د B-2 Spirit جنګي جېټ الوتکې يو بله وړتيا او ځانګړې دا ده چې د نړۍ په هره برخه او ګوټ کې هدف ته رسېدلې او وېشتلی شي او بيا بېرته خپل هوايي ډګر کې ناسته کوي.