ښځينه کالج  کې زدکړیالانوقسم ورکړی چې هېڅکله به مینه نه کوي

روهي(یوه نۍ/۲۷ د سلواغې)،  د وېلنټاین ورځې په مناسبت د چاندور ښار د ښځو د هنر او سوداګرۍ کالج کې شوې. یوه ښځينه کالج مسوولانو خپلو زدکړیالانو ته قسم ورکړی چې هېڅکله به مینه نه کوي. زدکوونکو نجونو داسې ژمنه کړې: زه قسم خورم چې پرخپل مور او پلار مې پوره باور دی. د همدې لپاره به زه زما شاوخوا پېښېدوونکو کیسو ته په کتو هېڅکله هم مینه ونه کړم او نه به هم په مینه واده کوم. زه به داسې سړي سره واده ونه کړم چې جهېز غواړي. که مور او پلار مې له خپل وس سره سم زما په واده کې هلک ته جهېز ورکوي نو کله چې زما بچیان وشي، زه به د خپلې ننګور پر سر جهېز وانخلم. همداراز به د خپلې لور په سر هم جهېز نه ورکوم. زه د یوه ځواکمن هند او د خپلې ټولنې د رغاونې لپاره د ټولنې د یوه مسوول کس په توګه دا لوړه کوم.
ښوونکو يې له زدکوونکو ژمنه اخیستې او د لوړې په توګه يې د دې ویلو ته هم اړ ایستې دي چې هېڅ داسې کس سره به واده نه کوي چې جهېز غواړي او په راتلونکو نسلونو کې به دا فکر پيدا کوي چې ولور او جهېز وانخلي.