چيری که په حال می شي خبر د زنده ګۍ اشنا ته به هم وکړی افسوس په خپله دښمنۍ اشنا هغه خو رقيب دی چه خاطر مي دارمان نکړی خير لږ ته وکړه خاطر زما د مجبورۍ اشنا ارام سکون می نشته او له سترګو خوب می تللي داسي می ساتلی ستا په غم کی خپل زړګۍ اشنا چه يو ځل می کړی راماتي د ځوانۍ څانګی خزان نو بيا به يي څه کړم او که راشي پسر لۍ اشنا که تا کړله قبوله دا به دی احسان وی په ما خو زما دی افتخار په خپله غر يبۍ اشنا ډيرو لوړو ژورو ته لويدلی په دی لار څوک چه راون شوی په مزل دی عاشقۍ اشنا ما چه اعتبار ستا په ټګجنه يارانه وکړو دا به مي سزا وی چه اوس ګرځم ليوانۍ اشنا لکه څنګه چه زه غرق شوم په ارمان ستادوصال داسی ته هم خاوری ارمانجن شی په ځوانۍ اشنا بس دا به مي قصور د خوار تندي وی ای (همتّ) چه نصيب می نشوله په ژوند د ستا خولګۍ اشنا
وروستي