د((خوست تالا شو)) ليک په ځواب کې

تربور ووژنه  خو غنديې مه
درې ورځې وړاندې مې د روهي ويب پاڼه کې د خوست تالا شو تر عنوان لاندې يو مطلب ولوستلو  چې د خوست اوسني والي حميد الله قلندرزي  او پخواني والي ارسلا جمال په هکله پکې خبرې شوي وې
ليکنه البته  ددې دواړه په هکله منفي ليکل شوي  وه، د اوسني والي په هکله زه اوس  په خوست کې نه يم او نه دده په هکله معلومات  لرم، او که رښتيا همداسې وي، نو له جمهور رئيس صيب څخه هيله کوو  چې دا والي زر بدل کړي او په عوض  يي بل داسې کس راوليږي لکه ارسلا  جمال يا فيض محمد خان، ځکه خوست داسې يو ولايت دی چې هر وخت د افغانستان  برخليک د منفي او مثبت بدلون له دغه  ځايه کيږي.
که چيرې خوست اباد،ارام، او پرمخ لاړو، نو کابل او ټول افغانستان به اباد، ارام او پر مخ لاړ شي. دا زه له خپلې خيټې نه وايم،  دا تاريخ په ثبوت رسولي.
خوست تالا شو تر عنوان لاندې مطلب کې په ارسلا  جمال پسې منفي خبرې شوې وې، خو زما په اند چې حقيقت يې تر ډیره نه درلود، او بله خبره دا کله چې يو څوک په يو چا ليکنه کوي نو د هغې منفي او مثبت دواړه اړخونه په خپله ليکنه کې راولي، خو د (خوست تالا شو) ليکنې ليکوال يوازې د جمال په هکله منفي ليکنه کړي وه، او مثبت ټکې يې هېڅ پکې ذکر نه وه.
دوستانو زه دلته د هغه ليکنې يوه هغه برخه کټ مټ راوړم څنګه چې ليکوال ليکلي.
( خبره له ارسلا جماله راپيلوم دی چې په اول سر کې خوست ته راغی لومړنی اور يې چې له ځانه سره راوړ هغه د ښي او چپ نظريې بيا را ژوندي کول ؤ، د خلقي، مجاهد او کميونېسټ، اخواني په نوم يې د  وروڼو خوستيانو ترمنځ د نفاق او بدبينی تخم وکرلو)
دا چې يوازې زه نا بلکه ټول خوست ميشتي له دې څخه خبر دي ، کله چې ارسلا جمال راغلو نو ده له ځانه سره د نورو واليانو په شان هيڅوک رانه وستل، په خوست کې ده په همغه ټيم کار وکړو، کوم چې لا له وړاندې د خوست په ادارو کې په دندو بوخت وو، که چيرې ده دا پورته کار کړای وای نو ده به له ځانه سره خوست ته ټول د خپل فکر او د خپل حزب کسان راوستي وای، خو اصلي حقيقت دا دی چې ورور دا پورته ټکي د يوې کينې او رخې پر بنياد کړي.
دوهم تور  چې ليکوال په ښاغلي ارسلا جمال لګولی  هغه يې داسې څه ليکلي.
 )په مېليونونو ډالر يې له خوسته يووړل، په هره پروژه کې يې په زغرده فيصدي اخيسته چې په وروسته کې چا ارسلاجمال نه بللو په فيصدي مشهور شو ، دده په اړه يوه بله خبره هم مشهوره ده، وايي چې چا به د همکاری غوښتنه ورنه وکړه نو ده به ورته وويل چې دا زه چې پروپوزلونه جوړوم ، شپې تېروم ، ځان بې خوبه کوم بيا يې تاته درکړم ؟ تاته يې مصرف کړم ؟)
کله چې يو څوک ادعا کوي نو هغه بيا د کره شواهدو په درلودلو سره په ثبوت رسوي، خو له بده مرغه چې ددغه ليکنې ليکوال خپل نوم هم مستعار ليکلی او د پورته ادعا په ثبوت رسول خو ډيره ليرې خبره ده.
ليکوال خپله ليکنه ټوله د کينې پر اساس کړي، ځکه که ده چيرې دا خپله ليکنه د رخې پر بنياد نه وای کړي، نو ده خو د ښاغلي ارسلا جمال هغه لاسته راوړنې هم په ګوته کړي وای کومې چې د خوست په ټول تاريخ کې هم يوه والي خوست ته ندي کړي.
د خوست خلکو به د مرستو او بيا رغاونو سوالونو نه ميډيا او نړيوال تر پوزې راغلي وه،او اوس تاسو خوست ته لاړ شی چې اوس هغه غوښتنې ټولې پوره شوي، او خلک نيږدې وه چې د ځانونو لپاره د وادونو غوښتنې هم له ارسلا جمال وکړي، خير په هر صورت دا يو واقيعت دی، په خوست کې کوم کار  چې د ارسلا جمال په وخت کې وشوو په ټول تاريخ کې هم ورته چا  نه وو کړی.
دا چې ارسلاجمال پروپوزالونه په خپله جوړول، نو زه دلته دا وايم، چې اوس يويشتمه پيړی ده، اوس هغه وخت ندی چې والي دې يوازې خبرې وکړي، که په خبرو وطن جوړيدلی نو دومره نارې سورې چې ميډيا ووهلې نو اوس به افغانستان ګل او ګلزار وای، خو اصلي خبره دا ده چې مونږه خپله هم په کار نه پوهيږو،ما ته د خدای بښلي کانديد اکاډميسن محمد صديق روهي هغه وينا راياد شوه،چې وايي :
(پښتون خپل سيال نشي زغملی او په تورونو يې وژني) او هغه څوک چې په کار پوهيږي او مونږ ته کار کوي نو د هغې غندنه کوو او له پښو يې غورځووو.
زه د نمونې په ډول د ارسلا جمال د هڅو يادونه دلته  کوم.
په خوست کې ټولو ولسواليو ته سړکونه د ښاغلي ارسلا جمال د خاصو هڅو او قابيليت په نتيجه کې پاخه شول، او د ځينو هغو لويو کليو لوې لارې هم پخې شوې چې د خوست په تاريخ کې نه وې پخې شوي، په خوست کې په سلهاوو ښوونځي د ارسلا جمال په وخت کې جوړ شول، ښاغلي ارسلا جمال په خاصه توګه د نجونو لیسې سره ډیر مالي کومکونه کړي، چې دلته يې په تفصیل سره يادونه د لوستونکو لپاره ښه نه بولم،د ښوونکو لپاره يې د متون مينه په نوم يوه سيمه ځانګړي کړه، تر څو دوی پکې د اوسيدلو لپاره کورونه جوړ کړي.
زه دا نه وايم چې ارسلاجمال ملايکه وه، خو زه دلته دا وايم کله چې مريض يو  ډاکتر ته ورشي، نو ډاکتر مریض ته هغه دوا ورکوي، چې له زيان څخه يې ګټه زياته وي،نو  ښاغلي ارسلا جمال هغه څه چې د خوست لپاره کړي، د تاوان څخه يې فايده زياته او بلکې د يو مثال په توګه يې ويلی شو، ځکه که چیرې ښاغلی ارسلا جمال د خوست د تیرو او اوسني والي سره پرتله کړو نو زما په اند چې د ځمکې او اسمان فرق يې دی.
په خوست باندې څومره والیان تیر شول.خو يوازې يې نومونه پاتې شول نه کومې داسې خاصې کارنامې
په اخير کې زه خپله ليکنه پدې رانغاړم ، هر کله چې په يو چا تنقيد کوو، او په يو چا قضاوت کوو نو بايد يو اړخيز نه وي، هر انسان منفي او مثبت اړخونه لري، نو کله چې منفي بيانوو نو بيا يې بايد مثبت هم ذکر کړو.
  همت