غزل

بس دا څو ورځې دوران دی او روان دی
د پردي کـــــلي جانان دی او روان دی

عاشقانو ته د ژمي مازدیګر دی
خو ملا ته یو آذان او روان دی

چم کې لوی دي که واړه دي پرې اخته دي
دا زما او ستا داستان دی او روان دی

د پاچا او د ملنګ خبره نه ده
مالیدلی هر انسان دی او روان دی

د دنیا خلک یې نه شماري په خلکو
سر خوړلی هر افغان دی او روان دی

دا سړی د نمرودیت سره په جنګ دی
کاڼي لوټې دي باران دی او روان دی

چې په اوښکو یې مینځلې وه همته
هغې مینې ته قربان دی او روان دی