روهي (يوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د ايران ولسمشر حسن روحاني خبرداری ورکړی دی چې د امريکا متحد ايالتو فشارونه به ايران اړ نه کړي چې له دوی سره خبرو ته کيني.
نوموړي ايران کې له تلويزون سره په مرکې کې ويلي دي چې که چېرې امريکا د بنديزونو له لارې مونږ خبرو ته اړوي، نو مونږ به هېڅکله هم داسې کار ونه کړو.
روحاني ويلي دي چې امريکا (زمونږ دښمن) په دې پوهيږي چې پر تهران د دوی فشارونه له ناکامۍسره مخ دي او پايله به ور نه کړي. روحاني وايي چې د ايران حکومت او ولس يو او متحد دی.
نوموړي په دې مرکه کې د ايران او سعودي د نيکو اړيکو هم ويلي دي. د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف هم هغه وخت رسنيو ته ويلي وو چې سعودي عربستان د قاسم سليماني د مړينې پر وخت اړيکه نېولې وه خو غوڅ او خبرې تر سره نه شوې.
ايران چارواکي د سعودي عربستان په اړيکو کې ملامتي پر واشګټن اچوي او زياتوي چې امريکا سعودي دې ته اړ کوي چې له ايران سره ترېنګلې اړيکې ولري.
وروستي