آدیداس چين کې لسګونه خپل دفترونه تړلي دي   

روهي (يوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د کرونا ويروس د خپرېدو له ويرې چين کې جرمني د سپورټ آدیداس کمپنۍ په خپلې لسګونه څانګې او هټۍ تړلې دي. 

د آدیداس کمپنۍ مسوولينو ويلي دي چې دوی په چين کې د کرونا ويروس له خپرېدو له راپدېخوا په سوداګريزي زيان کې دي. 

له دې وړاندې چين کې ايفون، سمسونګ او يو شمېر نورو نړيوالو شرکتونو هم خپلې څانګې تړلې وې. 

د نړيوالې ټولنې له مرستو او د چين حکومت له جدي اقداماتو سره - سره تر اوسه چين کې د کرونا ويروس مخه نه ده نېول شوې. 

چين کې د کرونا ويروس د مړينې پېښې تر ۱۵ سوه ورسېدې او په ټوله نړۍ کې چې ډېری يې په چين کې دي د اخته کېدو مثبتې پېښې يې له ۶۰ زره واوښتې.