ولسمشر غني: موږ په افغانستان کې د څو کلن جنګ ختمولو ته کاملا ژمن یو

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني نن غرمه په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس سره وکتل.
 

په دغه کتنه کې چې د افغانستان لپاره د المان ځانګړي استازي هم حضور درلود، دواړو لوریو پر دوه اړخیزو اړیکو، سولې پروسې او د جنګ ختمولو لپاره د افغان حکومت پر تعهد بحث او خبرې وکړې.
 
ولسمشر غني د فرصتونو او ګواښونو په اړه د خبرو پر مهال وویل، د افغان دولت یواځینۍ اساسي موخه په هیواد کې د پایداره سولې دتامین لپاره د جنګ او تاوتریخوالي ختمول دي.

هغه په افغانستان کې د جنګ ختمولو لپاره د ملي او سیاسي اجماع پر موجودیت هم خبرې وکړې او وې ویل، موږ په افغانستان کې د څو کلن جنګ ختمولو ته چمتو یوو او بشپړ تعهد لرو.

ولسمشر د دې په بیانولو سره چې ډېره پېچلې پروسه په مخکې لرو او هغه باید په تدبیر او عقلانیت مدیریت کړو وویل، د خوښۍ ځای دی چې نن زموږ د ټولنې اجتماعي او سیاسي ظرفیتونه تر دې اندازې لوړ شوي چې کولای شو په دغه پروسه کې سخت تصمیمونه ونیسو.

ولسمشر غني وویل، په نږدې راتلونکي کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د ټولنې له بېلابېلو اقشارو، مدني ټولنې او سیاسي کړیو سره د مشورو لړۍ پیل کړو، ترڅو دوی له جریانونو اګاه او د احتمالي فرصتونو او ګواښونو په اړه خبرې وکړو.

د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس وویل، هیواد یې چمتو دی چې د افغان دولت او امریکا متحده ایالتونو د سولې له هڅو ملاتړ وکړي، ترڅو د دغه هیواد وګړي پایداره سولې ته ورسېږي.

هغه زیاته کړه: موږ د افغان حکومت او خلکو تر څنګ یوو او په بېلابېلو برخو کې به د تېرو دوو لسېزو د لاسته راوړنو په ځانګړي ډول د ښځو او کوچنیانو حقونو د ساتنې په برخو کې هڅې وکړو.