نامالومو وسله والو ۹ نشه یي وژلي

روهي(یوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د کابل امنیتي چارواکي وایي، تېره شپه وسله والو کسانو د دې ښار په څنډه کې ۹ تنه په نشه یي توکو روږدي کسان وژلي دي. د کابل پولیسو یوه ویاند بي بي سي ته ویلي، دا پېښه د ښار په لویدیځ کې د قروغ غره په لمنو کې رامنځته شوې، او دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي. رویټرز خبري اژانس د افغان چارواکو له خولې ویلي چې په روان ژمي کې د سختې یخنۍ له کبله تر دې دمه په نشه یې توکو روږدي۵۰ کسان وژل شوي دي. یاد اژانس وایي، افغانستان کې نژدې ۲۰ زره په نشه یي توکو روږدي کسان بې کوره دي، چې نیمایي برخه یې په کابل کې بې برخلیکه شپې او ورځې تېروي.
دا لومړی ځل دی چې په افغان پلازمېنه کې په دومره شمېر په نشه یې توکو روږدي کسان په یوه برید کې وژل کېږي. د پلازمېنې کابل په ځینو سیمو کې ګڼ شمېر په نشه یې توکو روږدي کسان د ژمي سختې شپې تر پلونو لاندې او په سمڅو کې تېروي. پولیس وایي، دا کسان د قروغ غره سیمه کې په یوه سمڅه کې اوسېدل، او دوی نه پوهېږي چې ولې په نښه شوي دي.افغانستان د نړۍ په کچه د نشه یې توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد دی او د رسمي شمېرو له مخې نژدې دوه میلیونه وګړي یې په نشه یې توکو روږدي دي.