د چټکو توپ اچوونکو تمریناتي کمپ پیل شو

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د افغانستان د کرکټ بورډ له لوري چټکو توپ اچوونکو لپاره په کابل سرپټې کرکټ اکاډمۍ کې د ۴ اونیو تمریناتي کمپ پیل شو.
 
 
د چټکو توپ اچوونکو پدې لومړي پړاو تمریناتي کمپ کې د ملي لوبغاړو ترڅنګ، د ۱۹ کلنو او کورني کرکټ چټک توپ اچوونکي شامل دي.
 
 
د دغه تمریناتي کمپ روزنکی دولت احمدزی وایی، پدې لومړي پړاو کې به د لوبغاړو په تخنیکي، تکتیکي، ذهني او فزیکي پیاوړتیا باندې کار وشي.
 
 
 
د ویلو ده، چی د لومړي ځل لپاره په کابل سرپټې کرکټ اکاډمۍ کې یادو لوبغاړو ته دا ډول تمریناتي کمپ ترسره کیږي.