
روهي (يوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، د ننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ اړوند کان قطرغې سيمه کې پنځوس جريبه ځمکه د غاصبينو له منګولو خلاصه او هغه کسان چې دغه ځمکه يې غصب کړې وه او په غير قانوني ډول يې په کې کار کوه ونيول شول.
همدا راز پولیسو د سيمې خلکو ته سپارښتنه ورکړ، چې د دولتي او نورو ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي او د غصب په مخنيوي کې له حکومت سره همکاري وکړي.
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او د نورو څېړنو په موخه اړونده ادارو ته سپارل شوي دي.