ولسمشر د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې نن ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو سره وکتل.

ولسمشر غني په استوګنځي کې په مونیخ ښار کې ترسره شوه، دواړو لوریو د اقتصادي او امنیتي همکاریو په پراختیا، د سولې پروسې او د دوه اړخیزه اړیکو په پراختیا بحث او خبرې وکړې.

ولسمشر غني په تېرو کلونو کې افغانستان سره د ترکیې د همکاریو مننه وکړه وې ویل، د افغانستان او ترکیې اړیکې تاریخي، د ورورولۍ او دوامداره دي.

د هیواد ولسمشر په افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونو ته په اشارې وویل، افغانستان په سیمه کې د اقتصادي څلور لارې په توګه د سیمې هیوادونو، منځنۍ اسیا او ترکیې سره د سوداګریزو او ترانزیټي اړیکو غوښتونکی دی.

ولسمشر افغانستان سره د ترکیې نظامي همکاریو څخه په مننې وویل، په افغانستان کې د امنیت د تامین په برخه کې د ترکیې همکاري ګټوره ده.

ولسمشر غني ګډو ګواښونو ته په اشارې وویل، تروریزم د ګډ ګواښ په توګه لا تر اوسه هم سیمه ګواښي او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې، د تروریزم پدیدې سره د مبارزې په برخه کې د ترکیې رول ارزښتناک دی. هغه زیاته کړه:"موږ له ترکیې غواړو چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو لا زیات ملاتړ وکړي."

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل، هیواد یې اماده دی چې له افغانستان سره د انکشاف په برخه کې همکاري وکړي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته به دوام ورکړو. هغه زیاته کړه، تر هغو چې اړتیا وي د ترکیې نظامي ځواکونه به په افغانستان کې پاتې وي.