سعودي عربستان به د مصنوعي باران سره د اوبو کمښت پوره کړي

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )، د سعودي د چاپیریال او اوبو او کرنې وزارت په وینا د سعودي کابینې په هیواد کې د مصنوعي باران پروژه تصویب کړه چې د باران تناسب به ٢٠ سلنه ډیروي.
 
 
په سعودي عربستان کې سراسري کلنی باران له ۱۰۰ ملي میتره نه زیاتیږي. له دې امله، سعودي عربستان د ډیرو وچو هیوادونو په لیست کې دی. سعودي عربستان سیندونه، جهيلونه او د اوبو خلاص ذخیرې هم له لاسه ورکوي.
 
 
د سعودي د چاپیریال او اوبو وزارت وایي چې د سعودي کابینې په تیرو لسیزو کې د اوبو سرچینو باندې د فشار د ډیروالي له امله مصنوعي باران برنامې تصویب کړې .په سعودي عربستان کې د اوبو کلنۍ غوښتنه ۲۴ ملیارد مکعب مترو ته رسیږي. اړتیاوې د مختلف سرچینو څخه پوره کیږي. ۷.۷ ملیارد مکعب متره د څښاک اوبه کارول کیږي پداسې حال کې چې د ۸۰ څخه تر ۸۵ سلنه د اوبو اړتیا د ځمکې لاندې اوبو زیرمو څخه پوره کیږي سعودي عربستان لومړی ځل د ۲۰۰۶ په جریان کې د هیواد په مرکزي سیمه کې مصنوعي باران تجربه کړ.