د خوست ولسونو د نشه يي توکو پر ضد قومي تړون وکړ

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )، د خوست ولایت اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال محمد اګبر ځدراڼ وايي دا قومي تړون د یوې لویې غونډې پر مهال چې په کې قومي مشران، علماکرامو ځوانان، مدني ټولنو غړو او د حیدرخېل قوم د کلیو اوسیدونکو ګډوون کړی، ددې تړون په رامنځته کولو سره به حیدرخېلو په سیمه کې د نشه يي توکو د قاچاق، پېر او پلور او استعمال مخه ونیول شي.

یاد تړون چې خلکو او رسنیو ته د حيدرخيلو په دوسرکه ښارګوټي کې ابلاغ شو لاندې مهم ټکي په کې راغلي دي :

۱- نشایي مواد د اسلام له نظره حرام دي او مخنیوي یې زموږ د ټولو ګډ مسوولیت دی.
- د نشایي موادو خرڅونکو جنازې به علماء اکرام نه کوي.

۳- د نشایي موادو خرڅونکو په غم او ښادۍ کې به د سیمې هېڅ مشر او ځوان برخه نه اخلي او د قوم څخه به شړل شوي بلل کېږي.

۴- د حیدرخيلو قوم په حدودو کې موجود درملتونونه به نشه کوونکي درمل د ډاکټر له توصیې او نسخې پرته نه پلوري.

۵- که چېرې د نشایي موادو خرڅونکي د دولت له لوري ونیول شول د سیمې هیڅ قومي مشر، دینې علماء، ځوانان او همدا شان نور بانفوذه کسان نشي کولای چې سفارش او ملاتړ یې وکړي. که بیا هم چا وکړ د قوم په ټولو اصولو به شړل شوی بلل کيږي.

۶- که د دويمې او درېیمې مادې مطابق بیا هم چا نشایي مواد خرڅول، په دويم ځل به یې د قوم له لوري کور سوځول کيږي او دوی به د حیدرخيلو قوم حدودو څخه شړل کيږي.
۷- د پورته مادو د تطبیق، څار او تفتیش لپاره به کمیسیون ټاکل کيږي.