پوهنې وزارت: په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د ۱۵ زره څخه زیات ښوونکي د خدمت دننه په دوه کلن پروګرام کې جذب شوي دي

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )، پوهنې وزارت وایي د روان لمریز کال په ترڅ کې ۱۵۵۵۶ دولتي او خصوصي ښوونکي د خدمت د ننه پرواګرام په لړ کې د هیواد په دارلمعلمینو کې جذب شوي دي.
 
 

دا ښوونکي چې ۸۰۱۴ تنه یې میرمنې دي په دوه کالو کې د ظرفیت لوړونې پرواګرامونو څخه د (ساینس، اجتماعیات، دری ژبې، پښتو ژبې، انګلیسي ژبې، اسلامیات، دریمې ژبې او مسلکي مضمونو) ګټه پورته کړي.
 
 
له بل لوري په ۱۳۹۸ لمریز کال کې ۳۶۰۷ تنه د دولتي ښوونځیو ښوونکي چې ۱۳۷۲ تنه یې میرمنې دي د ظرفیت لوړونې دوه کلن پروګرام یې سرته رسولۍ دي او د څوارلسم ټولګي د فراغت سند یې لاسته راوړۍ دي.
 

معارف وزارت زیاته کړې د ښوونکو ظرفیت لوړونې پروګرام کولای شي په مختلفو ښوونیزو دورو کې د ښوونیزو پروګرامونو په پلي کولو باندې ګټور تاثیر ولري.
 

پوهنې وزارت غوره ښوونې او روزنې ته د رسیدو په موخه د ظرفیت لوړونې ډول ډول پروګرامونه د دوه کلن پروګرام، د رشتې خلاف ښوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې، روزنیز، لنډ مهاله او اوږدمهاله پروګرامونه ترسره کړي او پلي کړی دي.
 

اوسمهال ۲۱۸۲۲۲ ښوونکي د پوهنې وزارت په رسمي بستونو کې د زده کوونکو په روزلو بوخت دي.