يمن کې د سعودي او عربي اماراتو د ګډ ائتلاف هوايي بمبار ۳۱ ولسي وګړي وژلي دي 

روهي (يوه نۍ/۲۷د سلواغې)، يمن کې پر حوثي وسله والو د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو ګډ ائتلاف هوايي بمبار کې ۳۱ وسلي وګړي وژل شوي دي او ۱۲ نور ټپيان دي. ملګرو ملتونو په يو راپور کې د دغه ولسي مرګ - ژوبلې پخلی کړی دی. 

راپور کې ويل شوي دي چې په دې هوايي بريد کې چې تېره ورځ د يمن په الجوف ولايت کې شوی دی، دغه تلفات يې رامنځ ته کړي دي. 

ايران ملاتړو حوثيانو د يمن په همدې ولايت کې د سعودي عربستان يوه جېټ الوتکه هم له ځمکې هوا ته په يو پرمختللي مزايل رانسکوره کړې ده. 

د يمن حکومت هم د دغه هوايي بمبار پخلی کړی دی او ويلي  دي چې سيمه ته يې پلاوی لېږلی دی او همدا ډول يې د ټپيان د درملنې لپاره مرستې رسولې دي.