د هند په ممبۍ ښار کې

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )، ممبۍ کې په زرهاو خلکو د هند د متنازع تابعیت قانون (CAA) پروړاندې په ممبۍ کې د نریندرا مودي پر ضد د فیصل احمد فیض د شعر "موږ به وګورو" شعارونو په ورکولو سره لاریون وکړ.
 
 
د ممبۍ په مخکښ خپلواکه میدان کې لاریونوالو د مهاجرت د نوي قانون پروړاندې لاریون ترسره کړ.
 

په لاریون کې د ممبۍ له بیلابیلو برخو څخه د لاریون کونکو برخه اخیستې وه دغه لاریون کې یو شمېر ښځو په دې مناسبت د هندوستان د پارلمان په روانه ناسته کې د تابعیت قانون کې د بدلون غوښتنه وشوه.
 
 
د لاریون ګډونوالو د هند د لومړي وزیر او د کورنیو چارو وزیر پرضد د "مودي شادې ازادي" شعارونه ورکړل او په یو غږ یې د مشهور فیض احمد فیض مشهور شعر لوستلو ته دوام ورکړ. مختلف ټولنیز او سیاسي شخصیتونو هم په آزاده فضا کې غونډې ته وینا وکړه.