ولسمشر غني او زلمي خليلزاد په مونيخ کې سره وکتل 

روهي (يوه نۍ/۲۷ د سلواغې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان روغې - جوړې لپاره د امريکا متحدو ايالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد سره په مونيخ کې کتلي دي. 

د ارګ په خبرپاڼه کې ويل شوي دي، "د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماښام په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد سره وکتل.

په دغه کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د سولې په اړه د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو او دفاع وزیرانو سره د جمهوررئیس غني د تېرې ورځې په کتنه کې د مطرح شویو موضوعاتو پر تعقیب ټینګار وکړ." 
دا لېدنه په داسې وخت کې تر سره کيږي چې د امريکايانو او افغان طالبانو ترمنځ د سولې تړون هوکړې ته نېږدې شوی دی او ويل کيږي چې ښايي د همدې فيبرورۍ مياشتې تر وروستيو لاسليک شي.