انتونیو ګوټیرس: پاکستان ته په څلور ورځني سفر تللی دی

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )،  د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریس ویلي دي چې پاکستان په نړۍ کې د سولې لپاره هڅو کې مهم او معتبر رول لري.
 
 
د ایکسپریس نیوز په وینا د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوټریس په څلور ورځني سفر پاکستان ته ورسید.
 
 
انتونیو ګوټریس به نن له ولسمشر او لومړي وزیر سره وویني، د پاکستان مشرتابه به انتونیو ګوټریس د کشمیر د وضعیت په اړه خبرې وکړي. سربیره پردې انتونیو ګوترس به د افغان مهاجرو په نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي پداسې حال کې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي ګورډور کارتارپور به هم لیدنه وکړي.
 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوټریس د خپل راتګ دمخه په یوه ټویټ کې لیکلي چې پاکستان د نړۍ په کچه د ملګرو ملتونو د سوله ساتو ماموریتونو کې دخیل و. هغه وویل چې پاکستان په نړۍ کې د سولې لپاره هڅو کې مهم او معتبر رول لري او د دې سولې خدمات به د پاکستان خلکو سره شریک کړي.