ولسمشر غني د امریکا د سنا جرګې رئیسې سره ناسته کې فرصتونه او ګواښونه باید په دقیقه توګه وارزول شي

روهي( یوه نۍ/۲۷ د سلواغې )، ولسمشر محمد اشرف غني په المان کې د مونیخ امنیتي کنفرانس په څنډه کې د امریکا متحده ایالتونو د سنا جرګې رئیسې مېرمن ناسي پلوسي او د دغه مجلس له یو شمېر غړو سره وکتل.
 
 

په دې کتنه کې د امنیتي مسایلو، سولې پروسې او په دې اړه د ولسمشر د لیدلوري، تروریستي ډلو سره د افغانستان د مبارزې او نشه یي توکو په اړه خبرې وشوې او تروریزم د سیمې او افغانستان د متحدینو لپاره د ګډ دښمن په توګه یاد شو.
 
 
ولسمشر غني د پایداره او ټول شموله سولې او د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو د خونديتوب لپاره د افغان حکومت لیدلوری او تعهد تشریح کړ.
 
 
ولسمشر د حکومت د اقتصادي برنامو او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د کمولو او له هغې وروسته په سیمه او افغانستان کې د وضعیت د تغییر د څرنګوالي په اړه ځواب ووایه او وې ویل، نن افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه ۹۴ سلنه عملیات ترسره کوي او زموږ ځواکونه دا وړتیا لري چې د خپل وطن او خلکو دفاع وکړي.
 

ولسمشر غني د سولې پروسې په اړه وویل، فرصتونه او ګواښونه باید په دقیقه توګه وارزول شي او افغان حکومت دغه اراده، تدبیر او وړتیا لري چې پایداره سولې ته د رسېدو په خاطر فرصتونه په درست ډول تحلیل کړي.
 

په دغه کتنه کې د افغانستان او امریکا دمنافعو پر پیاوړتیا هم خبرې وشوې او جمهوررئیس غني وویل، موږ تر اوسه هم له منځ مهاله او اوږد مهاله ګډو ګواښونو سره مخ یوو او باید له دغو ګواښونو سره په مشترکه توګه مبارزه وشي.
 
 

ولسمشر غني او د امریکا د کانګرس پلاوي د نشه یي توکو د قاچاق په اړه هم خبرې وکړې. په دې اړه د هیواد ولسمشر وویل، طالبان تر اوسه هم د نشه یي توکو په قاچاق کې دخیل دي.
 
 
هغه د خپلو خبرو په پای کې وویل، موږ تر اوسه هم تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د پاکستان له لوري د پام وړ او عملي اقداماتو شاهد نه یوو او د طالبانو پټنځایونه لا هم یوه معضله ده چې باید ورته پاملرنه وشي.