د نړۍ تر ټولو ستره مسافري الوتکه 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، د الوتکو جوړونکي امريکايي بوينګ شرکت د مسافرو د لېږد تر ټولو ستره الوتکه جوړه کړې ده. دغه الوتکې ته  777X نوم ورکړل شوی دی. 

 777X الوتکه ۷۰ متره اوږدوالی لري او له ۴۰۰ ډېرې د مسافرو لپاره څوکۍ يا سېټونه لري. بوينګ شرکت درې ځلې د دغه الوتکې ازميښتي الوتنې تر سره چې په درېيم ځل يې بريالۍ الوتنه وکړه. 

د 777X رسمي نوم  777-9 ټاکل شوی دی.  777-9 څلور ساعتونه په هوا کې تېر کړل او بيا په بريالتوب سره په ځمکه کېنستله.  777-9 دوه ماشينونه يا انجېنز لري. 

دغه مسافري الوتکه ۴۴۲ مېلېونه امريکايي ډالر بيه لري او ټاکل شوې ده چې د يو څه نورو ځانګړونو په زياتولو سره به د ۲۰۲۱ز کال کې چوپړ ته وړاندې شي.