حکمتيار وايي چې د ځان په شمول يې څلور خواوې د سولې برخيلک ټاکلی شي 

روهي (نۍ/۲۶ د سلواغې)، د افغانستان اسلامي ګوند مشر او د تېرو ولسمشريزو ټاکنو نوماند ګلبدين حکمتيار نن ورځ کابل کې د شوري پوځيانو د وتلو تلين غونډه رابللې وه. 

حکمتيار د افغانانو جهاد په وياړونو خبرې وکړې او همدا ډول يې د سولې په خبرو کې هم نظر ورکړ. حکمتيار ويلي چې د ولسمشر غني دولت جوړونکي ډله، ثبات او همپالنې ټاکنيزه ډله د پخواني ولسمشر حامد کرزي ملاتړي او د ده خپله  ټاکنيزه ډله بايد د سولې لپاره يو ګډ پلاوی سره جوړ کړي. 

ګلبدين حکمتيار په نننۍ ناسته کې ويلي دي، "نن اصلاً یوه مرجع نه ده موجوده چې وکړای شي، د سولې په اړه وروستی تصمیم ونیسي، اساسي مسئله داده چې، د سولې په تړاو یوه صلاحیت لرونکې وروستۍ مرجع دې رامنځته شي چې د ټولو اړخونو استازیتوب وکړي."

نوموړي ټنېګار کړی دی چې د افغانستان له بيلا بيلو قومونو او سياسي څېرو بايد ګډ پلاوی جوړ شي او د سولې په اړه  تصميم ونېسي.