اوسنۍ روسيه او پخواني شوروي يووالي د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال سره متحد هېوادونه وو. د دويمې نړيوالې جګړې په پای ته رسېدو سره؛ دواړه هېوادونه بريالي راووتل؛ روس ټپي او ستر مالي او ځاني زيانونه يې لېدلې وو، خو امريکا په دويمې نړيوالې جګړې کې د بريا په سالم وجود له يادې جګړې را بهر شوه.
شوروي او امريکا د خپلو بهرنيو سياستونو مخالف لیدلوري او موخې درلودې. امريکا د ليبرال او شوري د کمونيزم په ايډيالوژيو سره د دويمې نړيوالې جګړې وروسته پر نړۍ د نفوذ هڅې کولې. د ليبرال او کمونيزم ايډيالوژيو ترمنځ ټکر سبب شو، چې د امريکا متحد ايالت او شوري يووالي د دويمې نړيوالې جګړې اتحاد مات او سړې جګړې په نوم يوې نااعلان شوې جګړې ته سره دننه شي.
افغانستان ته د شوري ځواکونو راتګ او د مجاهدینو په نوم افغانستان او سيمه کې وسله وال بغاوت د همدې سړې جګړې زيږنده وه. شوري د غوايي اوومې کودتا لارې برابرې کړې خو اصلي موخه يې چې افغانستان ته د خپلو پوځيانو راتګ وو، تر هغې پټې وساتلې تر کومه يې چې خپل مخالف ملکري؛ نور محمد تره کی او حفيظ الله امين وژلي نه وو. شوري په ښکاره او د اشارې په ډول د غوايي اوومې کودتا د ملاټر په پار له نورمحمد تره کي او حفيظ الله امين غوښتي چې افغانستان ته به ځواکونه ورولېږي، خو دوی مخالفت کړی او پايله کې دواړو د شوري د خوښو خلاف دريځ کې ژوند له لاس ورکړ.
سيمه او په ځانګړي ډول افغانستان کې د امريکا د نفوذ د مخنیوي او کمونيسټي ايډيالوژۍ د ترويج په پار شوري ببرک کارمل واک ته ورسولو او د مرغومي په شپږمه يې خپل پوځيان چې شمېر يې ۱۲۰ زرو ته رسېدو افغانستان ته رادننه کړل.
امريکا چې د کمونيزم سره په مستقيم ټکر يې ليبرال ليد درلود په افغانستان کې د شوري شتون او نفوذ د خپل زبرځواک پر وړاندې ستر خنډ او مانع شمېرله.
همدا وو چې شوري ببرک کارمل او حکومت او امريکا د مجاهد په نوم وسله والې ډلې په لاس کې واخېست او پر افغان خاوره يې، د شوري يرغل پر وړاندې د جهاد او يا د پاکستان او اشرار سره د مبارزې په نوم جګړې پيل کړې.
هر هغه کس چې يو څه له سياست او نړيوالو اړيکو مطالعې سره اشنا وي، نو دا به ښه ورته مالومه وي چې نيابتي جګړه څه وي، څوګ يې چېرته او په کومو نومونو کوي.
د افغانستان جګړه (۱۳۵۸ تر ۱۳۷۱) چې د جهاد او پاکستان يا اشرار پر وړاندې جګړې نومونه ورکړل شوي وو، په حيقيت د سړې جګړې په څپو کې د شوري او امريکا نيابتي جګړه وه.
شوري د خپل جوړ کړي حکومتي بشپړ مالي، پوځي، سياسي او پوځي ملاتړ کولو ترڅو له پښو وغورځوي؛ له بلې خوا امريکا د پاکستان، سعودي عربستان او نورو سره په همغږۍ د شوري پر ضد د مجاهدینو په نوم ډلو چې جګړه يې جهاد وه په لاس کې واخيستې.
د شوري او امريکا د لس کلنې جګړې په ترځ کې، امريکا وکولی شول چې شوري له غېرې مستقیمې لارې يا نيابتي جګړې په وسيله مات کړي او له افغانستان يې په وتلو يې اړ کړي.
دا له افغانستانه د شوروي ځواکونو د وتلو او د شوري د ماتې اصلي داستان دی، چې امريکا په سړې جګړې کې شوري په ګونډو کړ او لوبه يې خپله کړه.
اوس که چېرې د افغانستان مساله په ډول څېړو او د امريکا د نوم له يادولو پرته يوازې دا وايو چې مجاهدینو شوري ایستلو ته اړ کړ؛ نو په افغاني غيرت او غرور سره سمه خبره ده، خو په ریښتني سياست کې بیا په تاريخ سترګې پټول او يو ډول مبالغه کېدای شي.
په افغانستان کې د شوري ځواکونو سره د امريکا او سيمې هېوادونو له مجاهدينو وړاندې په خپله د افغانستان د وخت حکومت دې ته اړ کړی وو چې شوري په وتلو اړ کړي. د ډاکټر نجيب الله حکومت سیاسي پر له پسې فشارونه وو چې له شوري يې غوښتل، ترڅو د افغانستان مسايل افغانانو ته پريږدي او په خپله له افغانستان بهر شي.
په دې اړه د ډاکټر نجيب الله د وخت يو پوځي جنرال ليکي، (په کال ۱۳۶۷ کال د دلو د میاشتي په ۲۶ نیټه د کابل په لرغوني بالاحصار کې شانداره غونډه چه ما یې هم د ګډون ویاړ درلود جوړه شوه.
د غونډي مشرتوب شهید ډاکټر نجیب الله د وخت رئیس جمهور کوله. په غونډه کې یې ډیره وږده او وطنپرستانه وینا وکړه چې تاریخي لحاظ ډیر اهمیت لري . د ګډونکوونکو له خوا بي حده استقبال کیده
ګډونکونکو ته یې وویل:
ما د ژنیو د پریکړو سره سم د اتحاد جماهر شوروي پوځونه له ګران او آذاد افغانستان څخه ویستل او سر له نن ورځي به يو پردي عسکر دلته نه وي.
په خپله با ارزښته وینا کې وویل چې د دلو ۲۶ ورځ به د افغانستان په تاریخ کې د ملي نجات ورځ او عمومي رخصتي وي.
خپله وینا کې په وسله وال پوځ او هیوادوالو ژغ وکړ چي د ګران هیواد ساتنه او دفاع ستاسو سپیڅلي دنده ده.
په جهادي تنظیمونو یې هم ژغ وکړ چي بیګانه پوځونه نور افغانستان کې شتون نلري د جګړي بهانه هم ختمه شوي ده راځي د ملي روغي جوړي د سیاست په ټغره د افغان او وروڼو په څیر کشینو خپل هیواد کي سوله راولو. هیواد له وراني څخه وساتو.
متاسفانه پاکستان او نور بهرنیو هیوادنو جهادی تنظمونو ته اجازه ورنکړه چې خپل وطن د راتلونکي جګړي او وراني څخه وژغوري.)
په خپل ډاکتر نجيب الله هم په يوې ناستې کې ويلي دي چې د جينوا د تړون پر اساس مونږ وو چې شوريانو مو له افغانستانه اېستلو ته اړ کړل د نهو مياشتو دننه دوی له افغانستان ووتل.
نو په پايله کې ويل شو، چې شوري د امريکا د سړې جګړې په پايله کې له افغانستان بهر شو، خو د امريکا په ملاتړ د مجاهدینو پوځي او د ډاکټر نجيب الله سیاسي فشارونه يې لاملونه وو.
وروستي